کله کله مي دازړه دومره په تنګ شي
چي څيري ته مي حيران هريوملنګ شي
دژوندون هره لمحه راته زندان شي
بس داغواړمه چي ژوندمي دپتنګ شي
دياري مي پيشنهادورته ليکلي
که منظوريي کړديدن به مي قلنګ شي
چي زماپه غاړه زانګي نوتش تاروي
چي ديارپه غاړه ولګي لونګ شي
که داشعروودازه وم دابيلتون وو
دياررازبه دنغمي غوندي اهنګ شي
هم ملنګ يم هم جوادهم ليوني يم
په صيفت د ليونوراسره جنګ شي