غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47016
رڼا مومند
دخبریدو نیټه : 2012-01-20

د زړه ګیله می چاته رسی او ترچا رسیږي
دومره می بس ده چی روانه تر اشنا رسیږي
زما باران د ارمانونو سیلابی غوندی شو
داسی شر،شر یی نن په غوږ کی د دریا رسیږي
زما وطنه زما خوار کلی دمینی جارشم
ستا د سلګو هره ناره نن تر دنیا رسیږي
بیا می پیالی د دواړوسترګو خالی شوی ښکاري
څو به ساقی د زړګی وینه تر مینا رسیږي
ښکاري لاپاته توره شپه د کاروان مخته لرم
پاتی چی غږ د نصیب هسی تر سبا رسیږي
ما دی شفق زرینی څڼي لالیدلی نه دی
ټپی ځګیروي یی هر قدم کی نن تر ما رسیږي
وایه قسمته تاته چا دغه دستور درکړی
چی هرڅه رسی مستقیمه په رڼا رسیږي