چې نه را خیژي نازولې سپوږمۍ
خدازده چې څه یې اوریدلې سپوږمۍ
لکه چې ته بیګاه په بام شوې ښکاره
ښايي له تاوې شرمیدلې سپوږمۍ
نن چې د مخ په لوپټه کې پټ کړو
ځکه نن بیا تندر نیولې سپوږمۍ
له شاعرۍ د منکر نه یمه خو!
وایه تا څه وخت وه لیدلې سپوږمۍ
نن به د یار بیلتون په سیند لاهو شي
بیګاه وه ستورو ناوې کړې سپوږمۍ
پرون د غیږ کې ولې زور ورکوه
پیمانه نن سره ګرځیدلې سپوږمۍ
کابل نوی ښار