غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47022
نوریهوهاب شیلګري
دخبریدو نیټه : 2012-01-20

رانه هیریږی کله زه یی مد ام یا دوم
زما په زړه کښی اوسی زه هغه ګران یا دوم
پکښی پیدا چی شومه او پکښی لویه شومه
ځان به لوګی کړم ترینه افغانستا ن یا دوم
ترلوړوغرویی قربان ترشنوباغویی قربان
زه یی قدم په قدم ډیر په ارمان یادوم
ستګی می ټیټی ندی یمه پری هسکه غاړه
زه یی په ټول جهان کښی په  سپین میدان یادوم
ورته دعاوی کوم چی له دښمنه خلاص شی
زه یی په هرلمانځه کښی لکه ایمان یادوم
نوریی بوټونه باسه ګرزه پری لوڅی پښی
زه هغه پاکه خاوره دغزنی جان یادوم