ګرانه راشه چې ميوندباندی بياجنګ دی
يذي لښکری کرځي رابيدارشه وخت دننګ دی
هره ورځ دلته اور بل دی هره ورځ دلته ويرونه
هره ورځ پلمې جوړيږي تجاوز مې په فرهنګ دی
****
غيرتونه را ژوندي شئ اولسونه را پاڅيږئ
دهمت لاسونه ورکړئ کنه خدائيګو چې ورکيږئ
په هررنګ اوهرلباس کې نن ولاړ درته دښمن دی
تاريخونه را ژوندي کړئ کنه پټ خوله وژل کيږئ
*****
دغيرت اومينې کور يم زماڅانګوکې لمبۍ دي
زه دويمه کربلا شوم ديذيد په ما جګړۍ دي
هره ورځ زه کندل کيږم خزانې مې را څپړيږي
هره ورځ په مابل اور دی اولسونه مې قتليږي
*****
دنړۍ ښکلې جنت يم ښايستونه مې لوټيږي
تل دجنګ په سرولمبو کې سره ګلونه مې رژيږي
فلسطين رانه جوړ شوی زه دويمه کربلا شوم
د عراق په څير لمبه شوم ماشومان زما قتليږي
*****
که هرڅو مره وژل کيږم که هرڅومره تباه کيږم
دا جنت که مې دوزخ شي اوکه وينوکې لمبيږم
پښتنۍ ميندې مې شته لاننګيالي به راته روزي
که سره زرغوندی سوزيږم سرولمبو کې لاځليږم
*****
هره مورمې خديجه ده داسلام بيرغ رپانده
هره خورمې زرغونه ده احمدشاه تاريخ ځلانده
هره پيغله ملالۍ ده په ټپو به لښکر مات کړي
دزرلښت دمينې شوريم څوچې ژوندپه دی جهان ده
*****
زما نوم به تل ژوندی وي زه تل کورداتلان يم
ميړني مې اولسونه ز ه غيرت د هر افغان يم
زه ښايست لرم پاميرکې دنړۍ دښکلابام يم
زمانوم به بدل نه شي زه به تل فغانستان يم
جنوري ١٩/٢٠٠١٢