غمژنی افسانی می د خپل ښار راوړی دی
منصور پشان سرونه می له دار راوړی دی
لستوڼو کی اوسیږی خپل فطرت یی لا ساتلی
د زهرو ډک غاسونه می د مار راوړی دی
سیزلی یی چا بڼ دی شول ایری یی ارمانونه
آهونه می د باغه د مالیار راوړی دی
د سرو شونډو سرخی یی ظالمانو د وخت غلا کړه
څو مات بنګړی د لیچو می د یار راوړی دی
چی سور ګلاب یی ایښی وی په منځ د تورو زلفو
خوبونه می له سترګو د دلدار راوړی دی
د علم ډیوی تتی وی په لاس کی ټوپکونه
یو څومات قلمونه می په شمار راوړی دی
د زهرو ډک جامونه ویشل کیږی میخانه کی
کیسی می د ساقی د غټ دربار راوړی دی
کوڅه می شوله ډکه د رقیب او د اغیار نه
د یار دا پیغامونه می ریبار راوړی دی
افسوس چی د تاریخ پاڼو ته ټولو ده شاکړی
که وګوری ډیر خلک می په لار راوړی دی
سرتور به پکی ګرځی د وطن ښکلی جنت کی
نیمګړی ارمانونه می امبار راوړی دی