غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47206
سيدالله جلالزۍ
دخبریدو نیټه : 2012-01-31

لکه له ستړي کليوالي نه منګى مات سي
دسولي غيږي نه راولويږي سړى مات سي
دتوري شپې لښکر لمروشړي دغره وشاته
تورماښام خپورشي په ګودر ماذيګرى مات سي
ستا دنفرت په ګوزار بيادميني لاس ماتيږي
ستاپه خزان بۀ خدايزده بيادچاسپرلى مات سي
په لاس کي کاڼى يي بياکومه ککرۍ ماتوي
لاس دي نو مخکي تردې مات سي چي تندى مات سي ؛

سيدالله جلالزۍ