نظم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47279
مسعود هاشمي
دخبریدو نیټه : 2012-02-04

وګنده دا څیري ګریوان وګنده،
لیري که د غم ټغر دي لیری کړه،
نور راته دمیني لمن پرانیزه،
لیری کړه دښمن دکوره لیری کړه،
جوړ کړه اتحاد په ټول قومونو کښي،
وباسه دمینځه غمازي کرښه،
نور مو لر او بر سره یو موټی کړه،
نه غواړو نفاق په دغه سیمه کي،
نور ددی خبري نه بیزاره یو،
تره کاکا ماما لرو،
توره دبابا لرو،
موږ په تاریخ یو شتمن،
موږ یو غیرتي ځوانان،
دا دغیرت چغه ده،
موږ ټول مسلمان ولس،
خدای لرو قرآن لرو،
ټول دیو افغان بچی،
دین لرو ایمان لرو،
چاته به سر ټیټ نه کړو،
ستر نوم اونښان لرو،
ډیر دهاشمی پشان،
دلته ښه ځوانان لرو،