بلا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47300
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2012-02-05


کله   شي   اغيار   کله   ليلا   بلا
هر خوا ته   چې  ګورم  ده بلا بلا
هيڅ  زما په غوښو اوس مړيږي نه
داسې  وږې   شوې  ده  د  چا  بلا
دا څنګه فتنه  موزي   خوره  کړله
ونيوه  د ګل  په  شان   دنيا   بلا
اوس به  نو رژيږي  شنې غوټۍ خپله
روږدي چې په باغ کې شوه اشنا بلا
هسې  بېګنا يې اټک   وسېځه
شوه چې  په جنت کې راپيدا بلا
      / کامه