دنمرود کیسه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47302
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2012-02-05

نمّرُود دبابليانــو سو باچا، وو بې حده ډېرمغرور
و کــــړه ده دعـــوه بیــــادخــــداېيــــي پـــه ډېــــر غـــــرور
ویــل ده وخـــلیل ته ستادخــدای سره کړم جـــنګ
لــــرمــــه لوړ برجونه زه هـــــــم خــــدای یـــــم بـــــې تربور
خـــلیل ورته ویل : دی خــــدای بــېشکه لامـــکانه
ته پوه کړه ځان پخپله! خدای حضور وي هــم ظـــهـور
امّــــر نــــمّرُود ورکـــی، واچوۍ اورته خـــلیل ژر!
اوُر ورته ګلـــزار سو، لبـــمـــې ګلان ســوي پــحــضـور
امّــــرســــو غـوماشي ته ، ننوزه سږمې ته د نمّرُود
وچـــیچـــه مــــاغـــــزدده، چــــي سي بې هاله دی ضرور
نمّرُود سو لېونی، سو له غوماشي درد ورته پیدا
ځــــان یـــې کـــی لــــه درد مـــړ لـــه دنیــــا لاړو دامغرور
کــارونه دخــــدای ګــــوره! یـوه ته اوُر ګلزاره وي
نور یې وسوځي په اور کي، ګران خپلوان په ډېرغرور
نمّرُودمړ سوله غوماشي، لاړ سره له خپل غرور
قارُون یې کړ غرق له مالو هاله موسی په خپل شــــعور