غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47310
نقیب احمد
دخبریدو نیټه : 2012-02-05

په خبرو کي خبري پيدا کيږي
ستا په سترګو کي سندري پيدا کيږي

زه له خپلي ډيري ميني ورته وايم
پښتنو انجونو کي حوري پيدا کيږي

غنمرنګو کي سوالګري پيدا کيږي
ښايستو کي خيالوري پيدا کيږي

چي د مخ لمر يې تياره سي نيمه خوا سي
پر جبين باندې لښکري پيدا کيږي

ستا د لپي په رڼو اوبو کي ګراني !
کله شات کله شکري پيدا کيږي