يوه ورځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47354
زرلښته حفيظ
دخبریدو نیټه : 2012-02-09


يوه ورځ به داسی راشي چې به ښځه شي ليډره
کائينات به وزرخورکړي ژوندبه ښکلې شي دسره

ټول وطن به لالزارشي پيوستون به وي دزړونو
هيڅ تعبيض به پاتی نه شي نه به سوله وي اوتره
 
علميت به مقام خپل کړي تمدن به وي دپوهی
په فضاکې به ژوندجوړکړي نوی نسل نوښتګره

دا ترخه بوټي به ټول شي دافغان دښکلي بڼ نه
انسانيت به ځای کړي خپله هرزړه دک به دهنره

دبوډۍپه رنګين ټال کې لمرملکری دبارانوي
دقفقازغرونه به راشي دښايست يوه جادوګره

حفيظ بيابه کوربنه شي دننګرهارپه ښايستونو
قصيدي به درته وايمژوندبه بياپيل کړوله سره