غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47394
شاکرالله نوری
دخبریدو نیټه : 2012-02-12

ارمان ارمان خپله وطنه   ~   د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه
ارمان ارمان دی لويه خدايه   ~   چې همېشه مې د جانان کړای مجلسونه
ارمان ارمان سپينې سپوږميه   ~   سلام مې وروړه د همزولو تر کېږديه
ارمان بۀ ډېر راپسې وکړې   ~   بيا بۀ وطن راپسې ګورې نۀ بۀ يمه
ارمان دې نۀ کړي هغه ميندې   ~   چې خپل زامن د وطن لار کې قربان کړينه
اس بۀ مې ولې مستي نۀ کا   ~   چې سفر ته د جانان پۀ لورې ځينه
اسپه دې زين کړه روانېږې   ~   تر غوړاشو څڼو دې مزي ونغښتنه
اسره د خدای او رسول ښه ده   ~   څوک چې اسره د بنده کړي نادان بۀ وينه
اسره مې خدای ته وه بيا تاته   ~   ځواب دې راکړ خپل طالع مې ژړوينه
اسلام کښتۍ کفر درياب دی   ~   شيطان نهنګ دی عالمونه غرقوينه
اسمان او ځمکه بۀ هم نه وي  ~   همېش رژېږي د بوستان ښکلي باغونه
اسمان او ځمکه دواړه ژاړي   ~   چې يو اشنا له بل نه اخلي رخصتونه
اسمان بۀ خود زما پر خوا وي   ~   چې داحمدتر بيرغ لاندې جنګ