وېرېږم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47399
اجمل اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2012-02-12

     
د   بلبلو  د  مرغيو   شور   او   جنګ   نه    هم       وېرېږم
د سرو شونډو سرو ګلونو او سور  رنګ نه هم  وېرېږم
هغه  سر مې  هغه  زړه   مې  چې  له   تورو   بې   پروا  و
اوس د پېغلې د مړوند د بنګړو  شرنګ  نه هم  وېرېږم
چې جنت   غوندې  وطن کې د سور  اور  سره  لوبېږي
زه  رښتيا  وايم  ملګرو  اوس  پتنګ  نه  هم    وېرېږم
د ظالم   او  د مظلوم  فرق   په  کې   نور کولای  نه   شم
اوس د  خپلو او  پردو  خان  او  ملنګ  نه  هم  وېرېږم
نه   پوهېږم   دې    حالاتو   په    ما   څه    وکړل    اټکه
چې  د  بنګو   هم   وېرېږم   او  لونګ  نه   هم   وېرېږم
/ کامه