“سرتور” صاحب په یاد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47466
داد محمد واصف
دخبریدو نیټه : 2012-02-17

د خدای بخښلي عبدالجلیل “سرتور” صاحب په یاد

په زړګي مې د غمونو انبار جوړ شو
د بېلتون په لاس مې زړه کې پرهار جوړ شو
نم د سترګو مې شېبه شېبه بهيږي    
چې د ژوند په ورځو شپو مې دلدار موړ شو
خوږې شپې وې خو ترخې راباندې راغلې
په خوښۍ مې د ناترسو ناتار جوړ شو
په ښو بدو به له چا مشوره اخلو
په غمخور باندې مې زړه د اغېار سوړ شو
د ده پوهه، حوصله او خاص پاکي وه
چې په زړونو کې هر چاته نګار جوړ شو
معنوي پانګه بې نيازه رب ورکړې
تل د بدو به دې هر وخت امان غوښت
ستا پاکۍ ته په قدرت کې انکار جوړ شو
دا زموږ اخر ديدن د خدای رضاء ده
بې وسي ده چې سفر ته مې يار جوړ شو
دا سرتور زموږ د ټولو يو سرپوښ وو
رب دې مل شي اصلي کور کې يې قرار جوړ شو
خدای بخښلی رخصت اخلي روانیږي
د “واصف” په مخ د اوښکو کتار جوړ شو
 
حاجي داد محمد “واصف”  کاموال
۱۳۹۰   لمریز کال د سلواغې څلورمه نیټه