داچی مو په زړونو کښی د مینی سرودونه دی
مونږ د الا هو په ترنم کړی خوبونه دې
راشی دغم ساندی خو جادو یی اثر نه کوی
مونږه ځانله کړی د سندرو تعویذونه دی
یا خدایه داخلک جنګیرک مونږ ته په څه وایی
خپلو کښی زمونږه خو په آمن حسابو نه دی
راشه دسحر دنغمو میره راګویانه شه
وګوره لیواله دی آداته ګلابو نه دی
ځان ته چی لایق ستا دالفت په راز کښی ګورمه
بس رانه چاپیردښایستونو اتڼونه دي