احساس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47473
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2012-02-17

 

نیمه شپه د کټ د پاسه یو ساده غوندی احساس می
یوړم لیری له دی ځایه بیخی لیری لیری لیری
لیری لیری دی ځایه را په یادسوه زما کلی
راته یاد می ماشومتوشو شوه رایاد ساده وګړی
هغه لوړ لوړ دیوالونه هغه خړ خړ ولسونه
د ګودر مازدیګری می د زلمیانو بانډارونه
 
فکر ولاړی اسمانو ته داسمان و کناروته
لوړ غرو ته سردروته د وطن پهنو دښتوته
راته یاد می سوه همزولی راته یادی می کوڅی شوی
راته یاد می بوډا ګان شوه راته یادی می دیری شوی
واه چه څه ښکلی هوا وه عجیبه غوندی فضاوه
دازما  ښایسته کلی څومره ښکلی یی هوا وه
 
په سوچو کی په فکرو کی لاړم لاړم له دی ښاره
د کابل خورا لیری د دی ښار د بیروباره
کله تلم کله لویدمه کله ورو، ورو خوځیدمه
دسپوږمی په قدمونو زه ترکلی رسیدمه
تیر کلونه تیر وختونه راته یاد شوه یادګارونه
راته یادی خاطری شوی شوه رایاد زاړه کورنه
 
د کوټی منځ کی نغری می او خاورین خاورین کورنه
د مسجد لمرته سپین ږیری راته یاد شوه قطارونه
نیمه شپه تورو کوټوکی بس د ګچی بانډارونه
کله توره او تیکه وه چابه واړول منونه
کله کله پټ پټانی چا به وخوړل سوکونه
مولاداد تر پټو لاندی ښورول وږی غوږونه
 
یوه خوا کی به غوسی ؤ بله خوابه کبډی وه
چا به تاو کړی دوری ګانی په هر لوری به مستی وه
بیا دژمی سړو شپو کی به زلمیان راټولیدله
بنجوګانی اودریه به تر سهار درزیدله
تنکی زړی به ویده شول خوزلمیانو به میله کړل
دماښامه ترسهاره به دوتاره ږغیدله
 
چا به کړی ورته چک چکی چا زنګونه شرنګوله
چابه مات کړل ګیلاسونه چا لاسونه اړوله
د تیلی څرا لمبه به په ورو ورو را نڅیدله
او توری کوټی منځ کی مست زلمی به ګډیدله
د ملا صاحب د ډاره سهار وخت غلی کیدله
سهار لمونځ به پی قضاؤ بیا به دوی را لټیدله
 
د باران په شپه به راغلل بارامبو  په ډلو ډلو
څو ځانونه ټول لامده کړی او لوی خدای ته دا خواست وکړی
چی وریځی په ژړا کړی او پر ځمکو باران وکړی
چا به ورجوار او غنم کړل چا به ټوله را لامده کړل
بیا سبا به له اسمانه راروان شول  بارانونه
کاریزونه به یی مست کړل او دښتونه کی سیلونه
 
دباران پسی دستی به سهار ږغ د ګرګی ښکارؤ
چا به واخیستی لکړی چا  تازیان را تناب کړی
بس په سمه او په غره به د زلمیو بیر وبار ؤ
چا مخ ته کړل سویونه چا به مخ ته کړی ګیدړی
بیا له سره به ناری شوی دمبالی زرګان درنیسی
دا باران دی لانده کړی دی سیسی سویان درنیسی
 
دسهاره تربیګاه به غرونه ټوله شول تر پښو لاندی
مازدیګر لمر په لویدو به ټول سوه سر په کلی باندی
چا به راوړلی خیر ګټی چا به ښکار کړله پسونه
چا به ونیولی زړګی چا به ښکار کړله سویونه
څوک به ستړی او ستومان وه په ورور به خوځیدله
خوښکاریان پهلوانان به په ښکارونو بار راتلله
 
هسی غرق شوم په سوچو کی په خوږوخوږو خیالوکی
داسمان لویه لمن کی دسپوږمی ښایسته وړانګو کی
سترګی پاته دی اسمان ته زه ځان خپل کلی کی بولم
جنګ جګړه شوه وه رانه هیره د فکرونو په ټالوکی
ملا ږغ کړه چی سهار دی جماعت ته راوخوځیږی
له سوچونو نه راوزی  او سبا ته تیاریږی

سبا بیا هغه جګړه وه نه وه کلی نه کوڅه وه
نه وه پاته اباد کلی نه وه روغ زاړه او زړی
په هر کورکی ژړاګانی داسمان کناری سری وی
لاندی زما پر غریب کلی د اورو بلی لمبی وی
نوزادی لاس په دوعا کړه شنه سبا کی خدای ته ژاړه
تر څولیری دا بلا کړی نیمه شپه مولاته ژاړه