دپښتون بخت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47547
محمد فاروق (وړ)
دخبریدو نیټه : 2012-02-22


 (وړه)دپښتون بخت په قرآن اوپه پښتو کې دی
چادواړه بندیان کړل؟یو په ځېل بل په جلتو کې دی

زر دواړه راوباسه! که غواړې ،چې نیکبخته شې
بخت نه په نسب ،نه زور،نه زرو،نه رختو کې دی

ژوند دخوځیدو او بدلیدوسره تړلی دی
نه په دریدو،نه کیناستو،نه څملاستو کې دی

لرې کړه چرتونه! په رښتیاتکیه په خدای وکړه!
 ورشه!دبري لارښود تیار په جومتو کې دی

رنګ او مزه تل دزمانې سره بدلون مومي
خوند دهرې یوې میوې په ورو ورو نوښتو کې دی

دروندښه یې په خپله،سپک او سپاند پریږده!چې وځغلي
زور دهرې یوې  ذرې خو نغښتی په هستو کې دی

مه یې لمسوه!چې کاینات به دړې  ـ وړې کړي
ستر خطر هستۍ ته وُړ اتوم په دې وختو کې دی

وروست صلیب یوه نښه درومیانود ظلمونو ده
شوم هدف  پټ شوی په پلانونود ناتو کې دی
 
کبر ددښمن دی،چې په زور دیموکراسي غواړي؟
یا داچې کوم عیب په مغزو دارستو کې دی
 
مسته زمریه ! په ډګر یې بیا وروښیه!
 کوم کمال چې ګډ دتا په وینه او بریتو کې دی
 
خدایه!دکوچۍ دواړه لاسونه په جنت کې کړې
څه راز ئې په پیو،په جواره او مستو کې دی
 
دواړه ئې په شوق سره سینګار کړل ،څومره ښه بریښي
کوم جوهر یې پروت په غنمرنګ مخ او ویښتو کې دی

نه پوهیږم،چیرته دیوه ښه ادب سبق وایي؟
خوږ ناز یې څرګند تر بڼو لاندې په کتو کې دی

وسوم ،تکتور سکور شوم په سکروټو دشهلا سترګو
سور اور په کیږدۍ ،لمڅي،بړستن او بالښتو کې دی
 
ته هم ښایسته نجونوته هیڅ وخت زارۍ مه کوه!
 ژوند دیوه ساکښ کله په واک دپریښتو کې دی
 
مچ او میږی بیل  بیل  بیله ډاره په خندا وایي:
 ولې دشاعر(....)ترقیامته په لتو کې دي؟

کاشکي دکالبوت تابوت مې ګران وطن ته وسپاري
خپل وزر يې کش کړل ،خیال مې بیا په الوتو کې دی
 

 زولینګېن ـ جرمني
۲۱.۰۱.۲۰۱۲