غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47661
مفتون
دخبریدو نیټه : 2012-02-28


یار لکه لمر وه تورو شپو ته شاکړی
خوشحالی یوسی زما غمو ته شاکړی

خدایګو چی یاد به پسته مرګه شمه
سترګی چی پټی شی بڼو ته شاکړی

جنګ ته مو ډیر سرونه دروړه وخته
نور نو را پریږده چی وسلو ته شاکړی

هله، مین تر خپل مطلبه رسی
چی ده آغیارو تحمتو ته شاکړی

قادرمفتون نه یمه داسی پښتون
چی څه شتمن سی، وه پښتوته شاکړی