د قلې مجلې لومړۍ ګڼه د ۵۰۰۰ ټوکو په شمېر په ۴۶مخونوکې په خورا ښایسته صحافت، ښکلي ډیزاین او رنګه انځورونو سره له چاپه راووته.
دا مجله د هېواد په تاریخ کې د انجنیرۍ په برخه کې لومړنۍ یوه میاشتنۍ مجله ده، چې ټول مطالب یې په انجنیرۍ پورې اړه لري او ټول افغان انجنیران ترې ګټه پورته کولای شي.
د دې مجلې ټول مطالب په انګلیسي ژبه دي او ددې لپاره، چې ټول افغانان پرې پوه شي، یو شمېر یې په پښتو او یو شمېر نور یې په دري ژبه ژباړل شوي دي.
یاده مجله د ورټکس ساختماني شرکت په مالي لګښت او نوښت چاپ شوې ده، چې افغان انجنیران به په نړۍ کې د انجنیرۍ په برخه کې له نویو بدلونونو څخه خبروي.
ياده دې وي، چې د دې مجلې مسوول مدیر محمد شفیق هېوادپال او په لیکنپلاوي کې یې انجنیر محمد نسیم مومند، انجنیر هدایت الله ذاهب، انجنیر سمیع الله امرخېل او انجنیر فواد سخي شامل دي.
هغه کسان، چې غواړي یاده مجله ترلاسه کړي، نو له لاندې برېښنالیک او شمېرې سره دې اړیکه ونیسي.
0700584860
magazine@vertex.com.af