دلته د هر سيند او اباسين چپه سندره ده
غره کې د نسيم او د نښتر مسته سندره ده
شپون خپله رمه خپله شپېلۍ په دنيا نه ورکۍ
پېغله د پاولو سره درنه درنه سندره ده
وينې مو په سر او په تندي باندې را ماتې دي
اور را نه چاپېر دی خو زموږ په خوله سندره ده
کاڼي چې سېلاب ځان سره نغاړي نو اتڼ کوي
شاتو نه خوږه خوږه زموږ د غره سندره ده
توره لرو کلي کې پخوا پښ جوړه کړې ده
چا راوړ ټوپک چې نن خپه خپه سندره ده
دلته خو کوترې الا هو سره شپېلي وهي
دلته خو په هر شي کې ښکاره پټه سندره
نوم د ملالۍ باندې خطيب هم افتخار کوي
غلې په محراب کې هم ټپه ټپه سندره ده
هسې دردېدلی سوځېدلی د اټک کلام
زړه کې يې لا روغه د پښتو خوږه سندره ده