غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47860
رفيق مهران
دخبریدو نیټه : 2012-03-07

/ پکتيا

درد کوي او سوی زما په زړه کې دی
څوک لکه اغزی زما په زړه کې  دی
هغه د جاوېد په نوم ياديږي چې
هغه يو ځاځی زما په زړه کې دی*
ما چې ګوري مخ په بل خوا واړوي
يه خالقه دی زما په زړه کې دی
زړه زما ګلدان دی پکې تور جانان
واه لکه بابری زما په زړه کې دی
ځارشم د مهران له شاعرۍ څخه
دا ملنګ سړی زما په زړه کې دی

 په پورتني بيت کې خوږ ژبي سندرغاړي جاوېد امرخېل ته اشاره ده*