غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47874
محبوب شاه محبوب
دخبریدو نیټه : 2012-03-07

بس کړه صنمه رانه لـرې لاړ شـــــــــــــــــه
ميرات شــې غمــه رانـه لــرې لاړ شــــــــه

دا ستــا ناترسو ســــترګــو دا وکړل چې
شـــومـــه بې دمـــــه رانه لــــرې لاړ شـــــه

اوښــــکې يې پاکـــې کړې او ويـې ويل
د ستـــرګــــو نمـــه رانــــه لـــرې لاړ شـــه

ما فيـــصله کـــړې چـــــې زه مـــې د زړه
تمبــــې تــــــړمــــه رانـــــه لــــرې لاړ شـــه

اوس مې د زړه په کور کې نه ځاييـږې
نـــور دې شـــړمـــه رانه لـــرې لاړ شـــــــه

دومره نږدې مې خواتــه مـــــه ودريــــږه
يو څــــــو قــــدمـــــه رانــــه لــــرې لاړ شه

خود چې به تا په کې خپل ځان نه ليده
سترګې ګنډمـــــه رانـــه لــــــرې لاړشـــه

څۀ په اســــانه دې محـــبوب تــــه وويل
مجبـــــوره يمـــه رانـــــه لـــــــرې لاړ شه