کله بهارکله خــزان ســــي دادژوند بــدلون و ګـــوره
چي زړېږي نــه پــوهیږي،دا نــا خـــبــر اوړون و ګـــوره
ژوندپر سر ده د اوبــــو پاڼـــه، پــورته کښته کیـــږي
داهـــــر لــــــور تــــه چـــي روانه، انســان نــه په پوهیږي
ځواني تېریږي خوډېرژر،ولــي مــغــرور یــې په ځان
راځــي بیــا نــه دامــهـــال ،کــه هــرڅــه وکــړې پــه ځـــان
هیڅ به پوه نه سي په ځان،ســـوڅـــنګه تېردغه دوران
ارمــــان اودرېـــغه درېـــــغه تش خـیالونه راوړي زیان
دځـــوانۍبهارچـــي تېرسي دپېرۍ خزان یــې راســـي
ټول ګلونه سي هم مړاوي،د بڼ ښکلاتې خزان را سي
داټــول ویـــل مي ځـــان ته، بـــل تـــه نـــه نیســـمه ګـوته
غــونډکارونه د اســمان دي،هــر ناخـــواله ورته جوته