د جومات لاره يې نيولې كاڼي ولي خلګ
سواره له زوره دي لوېدلي راغله پلي خلګ
له زوړ تاريخه وو راپاته د نښان په ډول
اوس په لګيا دي وړي له منځه څخه څلي خلګ
د بدبختۍ په پړي ښكېل سول پر ځاى پاته سوو ټول
ظاهره سم وي خو په زړو كې ژاړي غلي خلګ
څو سترګور او ژبور و دار ته پورته سولو
د دار له وېري څخه تښتي اوس د كلي خلګ
اوښكې دي پاكي كړه عبث دي ګټه نه لري دا
امكان يې نه سته چې به راسي هغه تللي خلګ
قاسم ابداله! په لږ عمر كې دي ډېر وليدل
څه د سپوږمۍ او د څه لمر په رنګه ښكلي خلګ