موري ماته نن ژر ډوډۍ راكړي او ما ژر ويده كړي!!
نن ماته ډير خوب راځي موري!
موري بيګا مي زما مړ بابا هم په خوب كښي وليد.
ماته موري بابا وويل بچيه مور سره دي ښه كوه..
موري نن مي بابا راته ډير ياديږي .
موري ماته مي وختي خواړه راكړي!
چي ويده شم موري ګوندي نن مي بيا بابا په خوب كښي ووينم..
موري جاني ماته يه پرون ډيري خبري وكړي بابا جان..
خومانه نوري هيري دي .!
مور جاني ريښتيا را ياد شول ..
مور جاني بابا مي ويل سبا شپه تاسو ټول زما ميلمانه ياست
مور جاني بابا جان به مونږ چيرته ميلمانه كوي
هغه خو په هديره كښي دي او تر خاورو لاندي دي مور جاني.
اوو..!
ريښتيا وايي مور جاني بابا جان بل, يه راته ويل
تاسو نور دغه زوړ كور خوشي كړي
راځي تاسو هم زما نوي كور ته .!
نور په دغه زاړه كور كښي ستاسو ژوند په خطر كښي دي
موري نو دا زمونږ كور ولي په خطر كښي دي
دلته خو ولاكه د چا نيكه راشي موري
څنګه به راځي مورجاني ؟
زمونږ سپى نو چا نده ليدلي ولا خو به ټول وخوري ,كنه مور جاني
مور جاني ته ولي داسي په سوچ كښي شوي
ژر شه وړې بي بي ته ووايه چي ډوډۍ تياره كړي
مورچاني.!
مورجاني دباندي څنګه د سپيو غفا ده سنګه د چغالانو او كيدړانو ناري دي
مور جاني ته به وايي چي په (پي ار ټي) كښي سپي او چغالان ننوتي دي
دومره نزدي راغلي دي مور جاني ته ورته غوږ شه
لكه په (پي ار ټي ) كښي چي وي
ګوره مور جاني ته ورته غوږ خو سه!!
مور جاني ژر شه كنه نو بيا زه وديږم او ډوډۍ نه خورم
بيا به مي ګوره د خوب نه , نه راپاڅوي مورجاني !
مور جاني كه مو څه پخ كړي نوي زه به د ګاونډيو كره ورسم
خير مور چاني نن به هم ورته وويم چي زمونږ كره ډوډۍ نشته لږ راكړي!
خير دي زمونږ كره چاي نشته لږ راكړي !
مور مي ويل چي زمونږ لالك راشي بيا به ستاسو هر څه دركړو
مور جاني...
نو خو ريښتيا وايي چي لالك راشي ور به يي كړو هر شي به يي وركړو
اوو..مورجاني را ياد شول ..!
بيګا مي په خوب كښي يو بل څه وليدل
مورجاني يو خړ ليونى سپى زمونږ كره راننوځي
مورجاني غوږ شه مورجاني غوږ شه كنه ..!
مورجاني اول زمونږ سپى وخوري
مورچاني بيا پسي د كور منځ ته راشي..
ګوره مور جاني بيا مونږ او تاسو ټول وخوري
اي ... مورجاني عجبه مردار سپى وي
ښه نو مور جاني ته زما خبري نه اوري !
زه درنه لاړم مورجاني هلته ويديږم
بيا په ما باندي غږ مكوي !
سهار ته مي د ښونځۍ په وخت را بيداركي
اوو .. ريښتيا مور جاني د كتابو په بسته كښي لږ وچه ډوډۍ هم واچوي
تنكى الكوزي خبر نوه چي سهار ته به دده خوب ده مرګ په خوب بدليږي
خبر نوه چي بابا جان يه په ريښتيا هم خپل كور يا هديري ته ور بولي
خبر نوه چي نن شپه به ريښتيا هم دده,دخوب كيسه ټوله ريښتيا كيږي
خبر نوه چي د موراو خويندو ورڼو په څنګ كښي به يه په ټټر ګولي خښيږي
خبر نوه چي د چغالانو او ګيدړانو ناري يه څنګه تر غوږو كيدي
ده ته لا بيا بابا جان په خوب كښي نوه راغلي
دى لا د تـــشي ګيډي د خوب نه نوه راپاڅيدلي
دى لا په هغه اړخ ويده كوم چي يه مور سر له ځنګانه ور په بالښت كړ
ده لا سهار ته د مخ پريوللو تيارى نه وه نيولي
چي په سرو وينو كښي ولمبيده
ده لا سهار ته دښونځي جامي نوي سمبال كړي
چي بي وخته ورباندي سپين كفن وغوړيده
دد نازولي سپين سپى لا تر هر چا ورته وفادار شو
چي تر ده دمخه يي په ټټر ګولۍ وخوړه
مور جانه يي لا له ډيرو سوچو نوه فاريغه
هغه لا په هغه اړخ وده وه چي يه ده سره كيسي كولي
چي ظالم دښمن دواړه ددي دنيا نه واخيستو
دښمن يه د الكوزو كلى تبا كړ
دښمن يه د ليونتوب په جامه كي هيڅ شو
نه ملامت نه سلامت نه هم چا پړ كړ
وي به روان سري سترګي بيا هم په دغه لاره
خدايه نور ته شي د الكوزو د كلي نيګاوانه...!!!!