مرګ به دقيامت په ورځ دپسه په شکل کي ذبحه کيږي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48042
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-03-15


فتوی نمبر(5۹۱)

مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته

مستفتي:جلال الدين همکار/بدخشان.

وحضورته دمحترم عاليقدرابي الفضل صاحب!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!پس له سلامه

ستاسويوشعرمي په بېنواپاڼه کښي ولوستئ،الحمدلله ډېرخوندوروو!!!اوالله جل جلاله ته ‌ډېرشکردئ چي تاسوته داسي لوئ خاصيت درکړئ دئ.چي شاعري ده!
نومي مخکني اراده چي تاسي ته به خپل سوال ليږم نوره هم محکمه کړه ترڅودادئ تاسوته مي وليږئ!!!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!پس له سلامه زماپوښتنه په لاندي ډول ده:
مااورېدلی دی چی دقيامت په ورځ به مرګ دپسه په شکل کښی راوستل سي نوزماپوښتنه داده چي په دې کشی څه وجه ده چي مرګ به دپسه په شکل کښي راوستل سي،اوبله پوښتنه مي داده چي ددې پسه ذبحه کونکئ اوڅوک وي؟
دجواب په انتظار.


الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم


محترمه وروره!
بخاري،مسلم ،ترمذي اونسائي له حضرت ابوسعيدخدري رضي الله تعالي عنه څخه روايت کړئ دئ چي نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم فرمايلي دي چي:کله چي داخل سي جنتيان وجنت ته اودوږخيان ودوږخ ته نورابه وستل سي مرګ په مثل داملح مُږَه،بيابه ودرول سي په منځ کښي دجنت ا
وددوږخ بيابه حلال کړسي اووبه ويل سي،يعني دالله پاک له طرفه چي اي جنتيانوهمېشه توب دئ بې له مرګه،اواي دوږخیانوهمېشه توب دئ بې له مرګه،يعني ددې مرګ دحلالېدومطلب دادئ چي جنتيان به په جنت کښي همېشه وي اومرګ دوئ لره نسته اودوږخیان به په دوږخ کښي همېشه وي اومرګ دوئ لره نسته،بيارسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم دغه قول دخدائ پاک تلاوت کړ:« وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الْأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ (39)
اودترمذي په روايت کښي دااضافتوب هم راغلئ دئ چي وخلګوته به وويل شي چي تاسي دغه مږپېژنئ نودوئ به ورته ووايي چي هو!دامرګ دئ نوبيابه دغه پسه چي مرګ دئ پربغل پراېستل سي اوبيابه حلال کړسي،نوکچيري داخبره نه وائ چي الله جل جلاله دجنتيانودپاره په تل ژونداوپاته کېدلوسره فيصله کړېده نوددغه مرګ(دذبح کېدوپه وجه به له  ‌ډيري خوشحالئ څخه جنتيان مړه سوئ وااوکچيري دانه وائ چي الله پاک دوږخیانولره په دوږخ کښي دهمېشه ژونداوبقافيصله کړېده نودوۍ به له ډېره غمه مړه سوي وائ.
پاته سوه داخبره چي دپسه په شکل کښي به ولي مرګ راوستل کيږي نوددې يوه وجه داده چي حضرت آدم عليه السلام ته چي عزرائيل عليه السلام راغلئ نوپه صورت کښي داملح پسه راغلئ په داسي حال کښي چي له خپلووزروڅخه يې څلورسوه وزرونه غوړولي وو.
اودوهمه وجه يې داده چي له ابن عباس اوله مقاتل څخه په تفسيرکښي ددې قول دخدائ پاک چي:«الذي خلق الموت والحيوة»روايت سوئ دئ چي مرګ اوژوندالله پاک د دووجسموپه شکل کښي پيداکړل،مرګ يې داملح پسه په شکل کښي پيداکړچي پرهرژوندي شي چي راسي اویادده بوئ باندي ولګيږي نوهغه مړکيږي.
اوژونديې په شکل کښي دبلقاءاسپي پيداکړاوداهغه  اسپه ،بوراق دئ چي جبريل اوانبياءعليهم الصلاة والسلام به باندي سپرېدل کوم چي ترخره لوئ اوترکچرکښته دئ،پرهرشي باندي چي راشي ياپښه  باندي کيږي اويايې بوئ باندي ولګيږي نوهغه ژوندی کيږي،اوسامری هم دهمدغي اسپي دقدم خاوره ساتلي وه اوبيايې پرهغه ګیلګي باندي واچوله کوم چي ده لاسي جوړکړئ ووچي په نتیجه کښي يې بني اسرائيلوعبادت شروع کړ.
اودريمه وجه يې داده چي داسماعيل عليه السلام  دقربانئ په بدل کښي له جنت څخه املح پسه راوستل سو.
اوداخبره چي داپسه اومرګ به څوک ذبحه کوي؟ نوقرطبي له «کتاب خلع النعلين»څخه داسي نقل کړئ دئ چي ددغه مرګ حلالونکئ به حضرت يحــيي بن زکريـــاعليهماالسلام وي،اودغه ذبحه به زموږدګــــــــــر‎ان رســـــول حضــــــــــرت محـــــــــــــمــــــــــــــــــــــــــــد(صلي الله تعالي عليه وسلم)په مخ کښي کيږي .
اوصاحب د«کتاب الفردوس»ذکرکړي دي چي حلالونکئ ددغه مرګ به حضرت جـــــــــبريل علـــــــيه السلام وي.
هکذاذکرالعلامه کمال الدين محمـــــــــــــــدبن موسي الدميري(رحمه الـــــــــــله تعالي)في کتابه ۲۳۹/۲
.والسلام