د زنګاوات د غمجني پیښي په تاثر:
تراژیده غرل
کابل ژاړي، اوښکي سرې دي، انځور سور دی
نا کرار روح ته مي جسم سور تنور دی
هري مور که یو سکندر دی زېږولی
هر شهید سکندر د مور د سترګو نور دی
د مغلو غمو راج دی، بې وسي ده
خپل ګرېوان راته زندان د رنتبور دی
چي د مست له پښو يې ماتي سولې شونډي
هغه جام ورکړی دغه تکبر دی
نوم د یار چي تل پر زړه ساتمه خوږ دی
آهنګین دی د داوود په ږغ زبور دی
که ارمان مي د جانان سره سي وصل
زما قبول ذرې ذرې زړه لکه طور دی
د هارون د خامکي غاړي ګرېوانه
تاته اور ستا استغنا ده، ستا غرور دی.