د نوی کال زیری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48143
عبدالولی سرتور
دخبریدو نیټه : 2012-03-19

 

د بی پروا مالیار د لاسه؛
زما د بڼ د ړنګ شوی دیوال تر لاندی؛
یوه غوټۍ!
په داسی حال کی،
چی د ښاخ ملا یی ماته شوی وه،
او یو څو درنی خښتی یی هم په پاڼو پرتې وې،
چی په دی کی یی یو اشنا ږغ تر غوږه شو،
غوټۍ په بیره بیره ،
خپل سر د خښتو د منځه،
په پټه پټه را پورته کړ،
را لویدلی دیوال یی په سترګو کی یو څو اغزی هم ټومبلی وو،
د پاڼو په ماتو ګوتو یی له سترګو نه اغزی لری کړل،
د شبنم په یو څو قطرو یی سترګی پریمینځلی،
چی دید یی لږ غوندی صاف شو،
نو ویی کتل،
چی د یوی نیمه سوځیدلی ونی په مات ښاخ،
یو بورا ناست دی،
او په ډیر ژړغونی اواز،
د غم بدلی وایی؛
غوټۍ چی د بورا دا حالت ولید،
نور هم غمژن شو،
او د نسیم په لاسو یی بورا ته،
د بلنی پیغام ولیګه،
بورا په منډه منډه د غوټۍ خواته رالنډ شو،
او په کراره یی په ټیټ اواز ،
د غوټۍ په غوږ کی وویل:
نوی کال دی مبارک شه!
غوټۍ د بورا نه وپوښتل؟
تا خو به تل د نوی کال زیری په ډیر شور او زور سره راکاوه!
دا نن درباندی څه وشول؟
ولی بیریږی؟
بورا ورته وویل :
ولی ته خبر نه یی ؟
غوټۍ د نه ځواب ورکړ!
بورا وویل :
دلته د نوی کال په مبارکی بندیز لګیدلی دی؛
لمانځل کیږی نه ،
ګناه ګڼل کیږی،
غوټۍ ورته وویل:
خو ماته به دی هم مبارکی نه راکوله؛
هسی هم ،
هغه د چا خبره:
((په یو ګل نه پسرلی کیږی))
او زه خو لا ګل شوی هم نه یم!
لا غوټۍ یم!
بورا ورته وویل:
داسی مه وایه!
ته خو لږ ددی بڼ تاریخ ولوله!
په دی بڼ کی ،
تل یو ګل پسرلی راوړی دی؛
ته ګل شه !
که ما د پسرلی پیغامونه خپاره نکړه،
نو زما نوم به هم بورا نه وی.....
خو هیر دی نه شی !!!
ته ګل شه!!!!!

-روسیه