دپنجوايي دپيښي قربانيانوته ډالۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48150
واحديارعبدالرحيم زى
دخبریدو نیټه : 2012-03-19

ټولودرديدلوهيوادوالواوپه ځانګړي توګه دپنجوايي دپيښي قربانيانوته ډالۍ
 
مونږپښتانه ښکلی کلتورلرو     =  مونږ پښتانه ښکلی فرهنګ لرو
مونږ ته ویاړدی افتخارکووپرې =    مونږه میړانه لروننګ لرو
زمونږ په تاریخ نورملتونه ویاړي = مونږ د بابادتورې شرنګ لرو
مونږ جګړه نه غواړومونږ سوله غواړو= که څوک مواړباسی بیا جنګ لرو

مونږه مدام پیغام دسولې لرو= مونږه مدام سوله غوښتونکي یو
داچې په هرډګرکې سوبه ګټو = ځکه مونږ سولې ته بلوونکي یو
مونږ ورکوونړۍ ته درس دسولې = مونږ استادان لروښوونکی یو
مونږه دحال اومستقبل په ژبه هم پوهیږو= مونږ ترجمان دهرراتلونکی یو

خواه ! افسوچې مونږ ارام نه لرو= مونږه ناکسه انسانان نه پریږدي
زمونږله مرګ اووینوخوند اخلي = مونږه خپل کورکې په ارام نه پریږدي
زمونږ تاندی هیلی په ټوپکوولي = زمونږ دبام په سرګلان نه پریږدي
وایی چې دابه رازلمي  شي اووطن به ساتي – زمونږ دپوهنې لارویان نه پریږدي

مونږپښتانه دسولې تږی یو =  مونږه له جنګ اوجګړ وکرکه کوو
مونږه په ټوله نړۍ سوله غواړو   =  دغه وینا په ښکاره ځکه کوو
خوافسوس دلته څوک دسولې په نوم  =  توره  په لاس دپښتون سرپریکوي
زمونږ خوبولي خلک لانه وي خبر =  دوي یی په چل اوپه هنرپرې کوي

نن دپښتون په کورکې غم جوړدی =  نن دپښتون په کورغوغاجوړه ده
ولې په کوم جرم راوژني بچی؟  =   دادسیسه راته له چاجوړه ؟
په یواوبل نامه مووړي زندان ته  =  زمونږله کلي کربلا جوړه ده
پښتون ټبرپه وینواوښکوناست دی =  هرشیبه ورته ژړاجوړه ده

ولې پیغام دسولې دیته وایی ؟  =   چې زمونږمعصوم بچی زانګوکې وژني
زه وایم ړوند هم داسې کارنه کوي  =  چې زمونږ شپون بچې ډاګوکې وژني
هرشملورموترهګربولي اوډزپرې کوي  =   زمونږ بزګرراته پټوکې وژني
زمونږپه ودوراوروی بمونه   =    زمونږ تاندې  هیلې راته زړوکې  وژني
پښتون ټبرله پوهی پاتی شولو =  دپښتون سیمه کې له سره ابادي ونه شو ه
په ځای دسولې مرګ تحفه ورکوي  =  پښتون ټبرسره دهیچاهمدردی ونه شوه
څنګه چې خپل افغان په خوار پښتان ظلم وکړ =  داسی نادوده دتاریخ په هیڅ بچی ونه شوه
خدای به زمونږله دې چارواکوهم پوښتنه وکړی = ددوئ له لوری هم دی لاره کی راستي ونشوه

خدای خبرکله به پښتون ټبرپه دې پوه شي = اوخپل مکاردوښمن به وپیژني
کله به خپل پښتون نیږدې کړی زړه ته  =  اوخپل غداردوښمن به وپیژني
کله به اوښکې دخپل ورورپاکې کړي = خپل ستمکاردوښمن به وپیژني
کله به یومټ یوقوت شی پښتون   = خپل جفاکاردوښمن به وپیژني

زما داهیله ده په لروبرپرتوپښتنو  =   واحدیاروایی غیرتمنومیړنوپښتنو
 ای! دملالی اومیوند دایوب خان بچیو =  ای دنړۍ په کوزاوبرخورووروپښتنو
اى!  دميرويس اوحمدشا ه لمسيو    =  اى دراڼه تاريخ ځلاندونښانوپښتنو
دخپلی ژبې ساتل فرض وګڼې ویې ساتي = ای دخیبرای دپامیردلوړوغروپښتنو
که داونه کوی همدغسی ویده پاتی شي =  بیا حساب نه یاستی هیڅکله په ژوندوپښتنو
 
                                                 دپښتون ټبردويښتابه په هيله