ز موږ کلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48207
اتل وردګ
دخبریدو نیټه : 2012-03-22


زموږ سپیره بې ونو کلی
ها د خټو جوړ کورونه
د پنځو زامنو میندې
ها د شپږ لوڼو پلورنه
***
زموږ د کلي ځوانان تللي
تر څو ګټه کورته راوړي
تش نسونه لږ ماړه کا
یا جامې یې خورته راوړی
***
یو جومات دی یو ملا دی
د سپینږیرو تود پیتاو دی
بحث د کفر او دجهاد دی
د وړو کتار پرې تاو دی
***
د جنت خوبونه ویني
زموږ دکلي ماشومان اوس
چې ژغورلی شي یواځې
دوي دا لوی افغانستان اوس

***
چې زموږ کلي ته راشي
د شڼو سترګو سپاهي نن
واړه داسې ګمان کاندې
چې راوړې دی تباهي نن
***
نه زموږ ماشومان پوه دي
چې خدای څوک دی جهاد څه دی
نه د دوی سپاهیان پوه دي
افغان څوک دی؟ هیواد څه دی؟
***
دوی ته زموږ کلی ځنګل دی
چې د ښکار پسې راغلي
موږ ته دوي دجنت زیری
که یې وژنو که موږ ولي
...
زموږ سپیره بې ونو کلی
د دردو او فقر کیسه کا
چې په خپل لاس مو خوړلي
د هغه زهر کیسه کا

مزارشریف ۱۳۹۱/۱/۱