لكه ګل دى پاڼې پاڼې شهيد شوى
يو ماشوم دى د شهيدې مور په غېږ كې
غځېدلي شهيدان تنكي لاسونه
خوله يې وازه د موركۍ سينې ته اېښې
له سرو وينو څخه ډكه ده ترستوني
ټوله كلى خاموشۍ غېږ كې اخستى
په كوڅو كې، جار وهي څو لېونيان دي
سوله غواړي، خو د سولې قاتلان دي