د زنګي آباد دشهیدانو په ماتم کي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48223
عبد الله ستوری
دخبریدو نیټه : 2012-03-22

غلیمه! ولي دي زړه نه مړیږي؟
لا دي په وینو تنده نه ماتیږي
څومره په ظلم دي خپل غچ وا خیستی
د کرکي اور دي څنګه نه سړیږي؟

د «زرغونې»* پر لمن بیا ماتم دی
پريښتې ژاړي خپل مخونه وهي
د خپل بچیانو په جسد پسي نن
مور کۍ په پړوندو* کي لاسونه وهي

غلیمه! ستا بشر دوستۍ ته سلام
تا خو ویل تا له وحشیانو ساتم
خو تا مو خپله په ژوند لوبه وکړه
او ځان به څو ستا له لېوانو ساتم

ستا په دوستۍ کي مو غیرت بایلودی
موږ پښتني برم او عزت بایلودی
په سر کي هیڅ غرور راپاته نه دی
پر تا مو خپل د حورو پت بایلودی

موږ چي به کوم سړی سالار بللو
هغه هم کونډه غوندي اوښکي ژاړي
زمیر یې ګرو ستا دمنتر پر بوډۍ
غیرت یې تا یو وړی بخښنه غواړي

ددې مظلومو کندهاریانو فریاد
څوک تر «ملالي» پوري ورسوي
چي بیا پر شونډو حماسه مسته کړې
چي غلیمان پر میوند وتپوي

تا په خوني او په وهشي منګولو
زموږ له پیغلوو څخه څڼي وکښې
دبدن غسل دي په وینو را کړ
تا مي زموږ د ځوانۍ زڼي وکښې

اوس به دچا په نامه ویاړ کوو موږ
لکه« ایوب»* د سر سړی نه لرو
چي د تکبیر ږغ تر اسمانه یوسي
د«طالب جان»* په څېر زمری نه لرو

موږ چي د چا په نوم سندره ویل
اوس د هغه سر ته جنډۍ را شنې دي
نور د غیرت زلمي راپاته نه دي
ځکه پر شونډو مو سلګۍ را شنې دي

خالقه! بیا داسي زمان راوله
چي سنګرونه په زلمیانو ډک سي
پیغلې مو وکري ټپې پر شونډو
چي میوندونه په غازیانو ډک سي
ورسټاړي :
*ګرمي ایرې
*د میوند د غزا فاتح غازي ایوب خان
*غازي طالب جان شهید د سره لښکر په وړاندي یو مبارز مجاهد و