یو څوک ددي متجانسې دنیا
د حوصلې په لمن اور لړي
چا د آسمان سر د دوستی په نوم له تنه پرې کړ
ترڅو زمونږ د تور تقدیر په ځمکه وینه د زړګي توی شي
دلته د هري پېښې وینه
زمونږ له زړونو څاڅې
د قندهار باغونه اوس هم له انارو ډک دي
خو خدایه ته یې وینې ؟
هلته د هرماشوم انار له زړه نه
د تورو وینو شهادت څاڅي
اوس یې د باغ پسرلنیه ښکلا
په سره جامه
د کلیسا د وحشت
د سرو مرمیو مخ ته
نیمه بسمله ناڅي
ملګریه زړه دې یخ شو ؟
زما د کور اوولس غړې دې له تیغه تیر کړل
ملګریه زړه دي یخ شو ؟
عقل مې نور د خدای اروا لره پنا وړې ده
پښې مې دم نه لري
اوښکې مې پرېږده چې د خدای د عرش د صبر لمن
د افغانانو پر زګیروي ووینځي
ملګریه !
نور نو معذرت مه غواړه
تاسو کلونه وشول وینې زبېښئ
مونږ کلونه وشول
چې د تاراج او د وحشت ستنو ته وینه د زړګي ورکوو
مونږ په هرڅه پوهیږو
لاړ شه له دې خاوري نه کډه وکه
ملګریه
زړه مې نور غزال غزال دی
ملګریه !
زړه مې نور غزال غزال دی