نن مې بيا پر زړه د غم خپړې ښخې
نن مې بيا له ډېره سوزه، له ډېر درده
له خولې يخ اسويلي خېژي
يخ کرخ يمه، هک پک يم
دواړه سترګې مې پر سکرين باندې نښتې
د نېټ هره پاڼه زخم، زخم، مړى
په فيسبوک مې د ملګرو چيغې اورم
فريادونه دي، ژړا ده، واوېلا ده
مرثيې دي او ويرنې راروانې
اوف! الله څه لوى وحشت دى، څومره ظلم؟!
الله دا خو ماشومان په وينو سره دي
اوف، تنکي تنکي ګلان په وينو سره دي
الله! سترګې رانه واخله
زه يې نور ليدلى نه شم
ورته نور ژړلى نه شم.
د ١٣٩٠، د کب ٢٢ مه..