پنجوايي د پېښې په تاثر
بيا د مځکې د خدايانو د غضب غوغا خپره ده
د انسان د شان اسمان ته رسيدلې زلزله ده
خليفه د خداى ياغي دى، د خداى جنګ ته وروتلى
پر جلال يې تهاجم دى د جدا جهاد جذبه ده
د وحشت په تقاضا يې له بدنه را ايستلې
د معصومو ملاليو د عصمت صافه جامه ده
په اورونو يې وژلي رڼاګانې د رنګونو
پر محل- محل- محل يې ټک وهلې تاريکه ده
انسان څرنګه سرسام دى د کرم بازار لويدلى
بېچاره غريب بايللې د شرف سپينه سيکه ده
چې يې کفر لړزولى، چې اسلام يې شرمولى
دغه څرنګه خبر دى، دغه څنګه حادثه ده؟
٢٥-١٢-١٣٩٠
کندهار