د وطن مور ته یو چا داسي ویلي
ای د وطن مورې!
په ما ګرانې په زړه پورې
ځار قربان دي د میرو شه
د سپېرو شاړو دښتو شه
خو لعنت دي په بچو شه
::::::::
مورې!
زنګاوټ کې پرون ستا زوی
ستا بچوڼی ستا ماشوم زوی
له پردو کلیو راغلیو
لیوه خویه لیونیانو
دی داړلی،
دی وژلی،
څو پلیتو
څو مردارو
په ده هم تېری دی کړی
خو
پنجوایي په زنګاوټ کې
پرونۍ پېښه یوه نه ده
کور په کور او هر ګودر دي
د پردیو او د خپلو له وحشته
پلیت شوی دی
وران شوی
پرونی ګودر دي اوس
د ایران د رقاصانو
د فحشا مرکز دی ګرځېدلی
ستا بچي
هغه بچي چې
تا رالوی کړ
او په هر څه دي ښه پوی کړ
نن ډالر شمېري ځان پلوري
له کلدارو له روبلونو
په ډالرو او ریالو اوښتلی
په کندز، په پښتونخوا
په کندهار، په پکتیکا
په زابل او په هلمند کې
ستا بچی، پښتون بچی اوس
ترهګر دی
پرونپال دی
په هم دې نوم يې په کور کې
پردې سکڼي
پردي داړي
خپل یې سپک کړي
وايي ګم شو!
:::::::::::
د ده بل ورور او تربور بیا
ورته ناست دی
لاس تر زنې
ورته خاندي
ناخبر دی
خو ها بل
ها هوښېار او ها بیدار یې
ها ډاکتر او حقوق دان یې
په مړه خېټه پاړسو کړي
د پاړسو کړي
د پردو کړي
د هغوی لپاره خپل سره پاړسو کړي
دا خو نه وایي
چې حق به ترې خپل واخلم
وسیله به
د بابا د عدم تشدد ها طریقه کړم
دا دکلي دا ویده به
کړم راویښ او کړم روان زه
ها د کلي ها نالوستي پرديپالي
چې دالخور یې
د عرب او د عجم د حق لپاره
د خپل کور او کوټیوال
سوځولو ته ورپاري
زه روان کړم
په خوځښت کړم
تر څو
وغواړي خپل حق دوی
چې د باروتو د ګولیو
د راکټو او ټانکونو
پر ځای
خپله ژبه، لیکلوست او آبادي راکړئ
لیوني سپي مو دا خپل
خپلو سوړو ته ستانه کړئ
خو نه
دی دا نه کړي
دی عادل دی
د پردي خاطر ساتل یې لومړیتوب دی
او ها بل بیا
ها ملا او ها طالب زوی
دي ماشوم او ښځینه ته
واسکټ ورکړي
وایه ورشه
د الله تر نامه لاندي
ها په لمانځه ولاړ کافر ورور
ها جوالي او ها عاجز ورور
پرې مردار کړه
تر څو خوښ له تا الله شي
او زما نه ها پردی په دالو ناست
او ها خپل په ارګ کي ناست
چې په اصل کې
زما همغږی، همصلا دی
هغه خوښ شي
::::::::
هو مورې!
تو لعنت دي په بچو شه !
مورئ!
ته خو ګرمه نه یې
ستا بچی دی بېهمته، بېغیرته.
خور، وراره، وریره خورځه یې سترګو مخې ته سپکيږي،
وژل کېږي، داړل کېږي.
دی ولاړ دی هسکه غاړه یو پکول په سر لاپېږي، بل قره قل په سر غوريږي خو لیوان پردي لیوان یې
په خپل کور کې کوربانه دي
شوکوي یې، ځوروي یې، ګام په ګام کې سپکوي یې خو دی وایي:
::::::::::::::::
زه مارغه یم
جګ پروازی، لوړ همتی
ډر نیکه زما عقاب د آریانا دی
خو دا څرنګه عقاب دی؟
بې غیرته؟
چې شاهین پرې راښکاره شي
له اوچته
دا سرکوزی
وښوو لاندي پټيږي
سر په خاورو کي دننه
لکی پورته
دی عقاب نه دی، ټپوس دی
لټوي په ډېرانونو کې مردارې
ګنده یې کړې شدېارې
:::::::::::::::::::
مورکئ، مورئ!
مودې مخکي د ایرلند په Bogside کې،
انګریزي ښکیلاکګرو،
تنکي زڼي ماشومان
د ګولیو په باران کې ټول خواره کړل
خو ولس د هغه ځای
خو نن هم ورسره جنګي
د هغې ورځې بدل او خپلواکي غواړي خپله کړي
لا کړېږي خو رزمېږي
دوی رزمېږي او جنګېږي
خو د دوی وسله
زورریاتۍ نه ډېره لري
د هندو پشان سبا یې
دی زرغون او غوړېدلی
::::::::::::
Sunday, bloody Sunday
How long…
How long must we sing this song?
How long, how long
Broken bottles under children’s feet
Bodies strewn across the dead end street
But I won’t heed the battle call
It puts my back up
Puts my back up against the wall
Sunday, bloody Sunday
How long
How long must we sing this song?
:::::::::::::::::::::::::::::::
Sunday, bloody Sunday
Those who raped you
Those who take your lifes
Daily kills my children and my elders
Our every day is Sunday
Bloody day
Like your that bloody Sunday
But
Sunday, bloody Sunday
Why we?
And how long should we
Sing that bloody song
On the soil of afghan
::::::::::::::::::
مورئ!
راته ګرانې خوږې مورئ!
زه هم ځان ته انسان وایم
زه هم ځان د تمدن یوه برخه بولم
زه هم ځان خواخوږی بولم
د بشر او ژوندي ژوي
خو
چې دا ژوی دا انسان
زما خپل هډ او وزر شي
بیا مي هېر شي
چې دا هم بشر النوع دی
زما خپل دی
زما هډ دی
چې د بل د ژوي، ژبي
د حقوقو غږ شي پورته
زه تر هر چا
تر بل هر چا
مخکي دانګمه
غورېږم
خو
محقق چې پکتیکا کې
په پاړسو را ته ګړيږي
زه
چوپه خوله
سر ټیټی ناست یم
له دې وېري
چې
که اوچت کړمه آواز خپل
چې زړګیه! ګاونډیه! وروکیه!
زه پوهیږمه چې ته اوس لو بلا ،پردی بلا یې
زه پوهېږمه چې ته اوس اوس ملا یي
هرکاره یې
ولسواک یې،
بشر دوست یې
که څه هم
پرون
هم دا تا او ستا ملګرو
زما د ورور او خور په سر کې
ټکولي دي مېخونه
له پېغلوټو نه ازغو مو
تاند زړګي وو راویستلي
خو زه وایمه
چې خیر دی
تېر په هېر
خو
ته خو دومره مه سپین سترګی کېږه
چې پړسېږي او غټېږې زما په رایه
اوس خو لږ تر لږ زما په ژبه ګایه
خو مورئ!
دی دا نه شي
ده ته وایي خپل ضمیر اوس
دا دي کړي په خپل لاس دي
:::::
دا بلا توره بلا چې دلته ناسته په دې ښار ده
له کوم بل پري هیواده خو راغلي دلته نه ده
دا بلا ده په دي کور کې روزل شوي
له دې سیمې پاڅېدلي
پخپل لاس مو له خپل ځانه راویستلي
پخپل لاس مسلطه کړي
دا بلا ستاسو بلا ده
ځکه، ځکه تاسو هر یو
ښاماران ساتئ روزئ پټ
په سینو ، په خپلو زړو کې
::::::::::::::::::::::
زوی دي وایې
زه ځناور یم، خو پاچا د ځناورو
زه یم زمری په دې نړی تر ما اتل نشته
بل په کابل نشت، بل په زابل نشته
خو
دا عجیبه ځناور دی
ځکه هیڅ ځناور داسي کاتې نه کا
چې قوي وي خپل خپلوان خوري
خپل هم نوعې ناتوان خوري
بیا چې زور ورباندي بر شي
ځوړ غوږونه لکه خر شي
ملا یي ماته
ظلم او زور ته تسلیمېږي
استبداد ته غاړه کېږدي
هم د ده له برکته
استبداد راپیدا کېږي
ساتل کېږي
هم بیداره، وفاداره
د قدرت درګاه ساتینه
د زړو جامو خاوند ته غاپي لاپي
::::::::::::::::::
ای د وطن مورئ!
راته ووایه چې ولې؟
دا بچی دي
محسوس نه کړو
درد د خپل هډ او وزر اوس
او دا ولي
دې د خپل هډ وو پرهر ته
شي سره مالګه سره تېزاب شي؟