څــوک لــومړی شهــید شو؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48372
امانزی
دخبریدو نیټه : 2012-03-28


 
دغه خو یوه څرګنده او جوټه خبره ده چي ټول انسانان یوشان نه وي او نه دي ځني خلګ ترحم عاطفه او  وجداني قضاوت لري خوپه ځینوکي دغه غريضه یا نيمګړې وي اويا بیخي نه وي که د اصلي موضوع څخه   لېري ولاړ نشو په کندهارکي د پنجوایي د زنګاوات دکلي غیر انساني غیر بشري اوزړه بوږنونکي پیښي

سربېره پردې چي دنړئ دډیرو انسانانو زړونه یې کباب کړل اوانساني عاطفه یې تر پوښتني لاندي راوستل ډیر داسي سوالونه هم په زړونو او فکرونو کي راګرځي چي څوک به لومړئ شهید شوی وي؟
 پاکه خدایه ته یې مرستندوی شې دغه څومره ګرانه وي چي مور، پلار، ورور، خور، زوی ،لور، عمه خاله، تره  اود تره زامن ټوله یواوبل ته ګوري اویو ځای سره ولاړ وي چي شرموښان پر راشي حمله پر وکړي     اویا ظالمان حمله پروکړي اودمرمیو باران پر جوړ کړي مور پلار ته ګوري پلار مورته او دوي خپلو نازولو بچیانو ته ګوري او بچیان دوی ته ،ورور خور ته ګوري او خور ورورته چي په نوبت سره دمرمیو په  باران کي چپه کیږي دسرو وینو بوژهار ته ګورم خو وروستنئ وار زما وار را رسیږي مخکي له دې چي  په مرمۍ ولګېږم زړه مي ودرېدئ نور دي دانساني عاطفې لرونکي انسانان فکر پر وکړي۰۰۰۰۰۰


زه پاک شهید ماشـــوم یم
مور اوپلار ته مي کـــتله
سرې مرمۍ پـر اوریدلې
په خپل سترګومي لیـد له
د سرو وینو بـــوژهار و
په نـــــوبت چپه کېد له
هــلته زما څنګه حالت و
تاسي فکر وکړی خــــپله
دزړګي پیغام مي واوری
چي نسکور به شي په ډله
سرې جنـــډې دشهیـــدانو
ماپر یــــاد کړئ کله کـله
زه پیـــغــام دازادي یــــم
اتحـــاد کـــــړئ یوتر بله
پسله دغـــه تـــورماتم نه
امانــزي ډیـــر وژړلـــه

 ناروي
۱۱فبروري ۲۰۱۲