غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48391
شفیق الرحمن شفق
دخبریدو نیټه : 2012-03-29

 

څومره چې ځان دومره جانان راباندې ګران دی
د یار غم هر یو ارمان راباندې ګران دی
 
له ګناه نه وبیریږم که یې ښکل کړم
هم می دین او هم ایمان راباندې ګران دی
 
چې سرې شونډې یې په کتاب  راته روا کړې
دملا کبسه کې نه یم طالب جان راباندې ګران دی
.
   تتورې تیارې ېې رڼا کړي په چراغ د غزل
قربان شم له حمزه او هم کاروان راباندې ګران دی
 
چې په سترګو پښتنو شفق ورګورم
په نړۍ کې هر پښتون او هر افغان راباران دی