خزانه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48392
احمدجان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2012-03-29

 

 
خزانه ای د بربادی خزانه
وایه ته کله زموږ د کلی څخه  کډه کوی
وایه ته کله له دی ځایه تښتی
وایه ته کله خپل بستر ټولوی
وایه ترڅو به زما د بڼ تنکی غوټی رژوی
څو می ګلونه وژنی
څومی تنکی تنکی ښاخلی وچوی
څو می  د ګلو ګلستان ورانوی
 
خزانه ای د بربادی خزانه
وایه دا څو به زما په خوار کلی کی
په دی رنځور او دی بیمار کلی کی
ته خپل تخمونه کری
څومره یخنی به لاته نوره راوړی
څومره زلمی نور ته د ځان سره وړی
 
خزانه ای د بربادی خزانه
دا به ترکومه دغه توری جامی
دغه دغم نښانی
زما د بوډی مور ځوانی خور  ځان کی وی
څوبه د اوښکو توپان
دا دغمونو کاروان
زما بیچاره کلی کی دمه کوی
 
خزانه ای د بربادی خزانه
تاته پکړی تاته لمن غوړوم
زه ددی خوار او د ځپلی ملت
دپاره تاته خپل هسک سر ټیټوم
ورځه ورځه زما له کلی ورک شه
زما د جونکړی زما د غولی ورک شه

خزانه ای د بربادی خزانه
لږ څه ورځه د فرعونانو په کور
هغه چی زما کلی ته مرګ رالیږی
دهغوتورو قاصدانو په کور
ورځه ورځه دکبر ښاخ راټیټ کړه
یو څه مزه ورته دغم وښیه
هغه چی نوروته مرګونه راوړه
ورته د خپل بچی ماتم وښیه
 
خزانه ای د بربادی خزانه
پریږده را پریږده نور زما کلی ته بهار را پریږده
ودغه خوار کلی ته  دی بیچاره او دغه زار کلی ته
بس لږ ګرمی او لږ سهار راپریږده
پریږده زما یخنی وهلی کلی
دغه دمرګ څپي ځپلی کلی
یو څه ژوندی شی او ګرمی پیدا کړی
پریږده چی زما دایخ وهلی ونی
دغه باران ږلی وهلی ونی
لږ راوژوندی شی او ښاخلی و تړی
په هر څانګه کی غوټی ونیسی
لاندی قوی قوی ریښی وتړی
خزانه ای د بربادی خزانه
وایه ته کله زموږ د کلی څخه  کډه کوی
وایه ته کله له دی ځایه تښتی
وایه ته کله خپل بستر ټولوی