طنز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48454
اجمل اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2012-04-02

کومه  لار تللې  ؟

زه پر يوه  لار ولاړ  وم

يو کس راغی او پوښتنه  يې وکړ ه  : وروره  جنت  ته  کومه  لار تللې  ؟

زه حيران  شوم  او ورته  ومې ويل : زه  څه  خبر!

درنګ شېبه  لا تېره نه  وه چې  يو بل تن راغلو  او را غږ  يې  کړ:  وبخښه دې جنت ته کومه لار تللې ؟

زه بيا هک پک  شوم ،تر څو چې مې سترګې  رپولې  نو درېيم  کس  راغلو  او ورته پوښتنه  يې رانه  وکړه ٠

زه  نور سودايي  شوم  خو چې  لږ پورته  مې وليدل ، ګورم چې پر يوې  لوې  دروازې غټ  جنت  ليکل  شوي دي٠ ډېر خوشاله  شوم او سمدواره  ور  روان  شوم ، يو څو ګامه  چې مې واخيستل ، يوه ډېره  ښکلې  باغچه  مخې  ته راغله  تکې سپينې  او شنې اوبه  ، د پيو سپين سپين ډنډونه ،د شهدو  رودونه  او٠٠٠٠٠٠٠

لږ  ښه تم شوم  له  باغچې  نه يو څو تنو لاسونه  ښورول  او په  اشارو  يې  راته  ويل :  راځه کنه ٠ چورت  يوړم خو ، ښه  و چې لږ  پورته  مې وکتل  د جنت   دروازه لا لرې  وه ، بس  هسې  مې  ولاحولو کړل او د جنت  پلو روان شوم ، په حساب  مې لا يو ، لس  شل ګامه نه  وو اخيستي چې بل ښکلی او لوی باغ   مخې ته  راغی څه ګورم چې د دنيا ټول شته  او نعمتونه همدلته دي ، زه  ورته بيا پښه  نيولی شوم  او يو څو تنو بيا  رانارې کړې: راځه راځه.  زما زړه ته هم  پرېوته چې بس همدا ځای  دی٠

 خو بخت مې تر دې ځايه  ښه و پورته چې مې وليدل نو د جنت  دروازې ته  ورکابو شوی وم ، بس  په وچ زورمې پر نفس او شيطان پښې کېښودې او بيا د جنت پر لورې  روان شوم  ، د جنت د  دروازې سره جوخت  يو بل خورا لوی او ښکلی باغ  راغی  څه ګورم چې  نه ګورم   شرابونه، کبابونه ، د زاڼو پشان دنګې دنګې پېغلې او تکې سپينې لوڅې لوڅې  غاړې ، زړه مې نور هسې هم د ټينګې نه و، چې پدې کې يو څو تنو راغږ کړ  : راځه  همدا ځای دی !!

څنګ چې مې نېغه لار  پرېښوده او د ښکلي باغ په درشل مې پښه کېښوده ، نو يو درز شو چې په لويه کنده کې پرېوتم ٠ يو دوه شيخانو او يو څو نورو خړمخو رامنډه کړه او ويل يې : صوفي  ته هم  ايمانداره وې چې لا تر دې  ځايه  راورسېدې  موږ هم  نفس  همدلته بې لارې کړو٠

/ کامه