واوری کړه ټوله خپل لمنه د وطن ددرو
ژمی کړه غوټه خپل بړستنه د یخنو او سړو
ریدی په دښت کی غاړه هسکه کړی او ساه بدلوی
چمن کړه شنه دغره لمنه دښایسته سردرو
سبابه زیری د بهار او د ګرمیو راوړی
ډکه ځولی به په وطن د پسرلیو راوړی
زلمی زاړه به په بڼونو کی نهالای غرصوی
پیغلی به ووزی په غوڼدی کی به پتروکی کوی
ادم به بیا خپل درباب شهباز ته شرنګ ورکوی
درخو به بیا په تور پوړنی باندی خوله پټوی
ګودربه بیا د مینانو او مستو ځای شی
زما وطن به د هستی او خوښیو ځای شی
ګرمه هوابه ودی مړو ونو ته ساه ورکوی
ورک بلبلان به و ګلونو ته ادا ورکوی
د هندو کش اوښکی به بیا د غره دزړه راوزی
هری ریښی ته به ژوندون او تمنا ورکوی
زما د بزګر دا خړ لاسونه به جهان ژوندی کړی
بیا به ویده ویده چمن او ګلستان ژوندی کړی
بورا به بیا په شنه سبا وایی د ژوند سندره
نوزای ستا قلم به لیکی د وطن سندره