لکــــــه معشوم چه وراني کور کی سر پر سر جوړوی
زما جـــــــــــــــــانان زما په زړه کی داسی شر جوړوی
څوک دښــــــــــــــــکلا څوک د ادا څوک دوفا په نامه
دچـــــــــــــــــــــــــا دژوند و را نيـــــــولوته هنر جوړوی
ددا لمر مخــــــــــو په کتــــــو کی خوښی دومره نسته
خو جـــــدائی يی په سينـــــــه کی لويي پر هر جوړوی
ددغـــــــــــــــــــــــه کلی په وګړو څـــــــــــــــه بلا ګډه ده
په هــــــــديره کی چــــــــــــــــه قبرونه هر سحر جوړوی
زما واړه معشومــــــــــــــــــــان ولی په ګوليو سر کی
وائی سبا که را لويان شــــــــــــــــــول نو خطر جوړوی
وطنـــــــــــــــــــــه موږ ودغه حال ته رسيدلی يو اوس
هر يو غليـم می دجنګ وخت کی دځان سپر جوړوی
ئی (ځلبلانده) که هر څـــــــــــــــــو په چغو چغو ژاړو
دکاڼو زړو کی زموږ اوښــــــــــــــکی څه اثر جوړوی