ولې زه افغانستان نن، د پردو د جنګ میدان یم
یو مې یو خوا ته راکاږي، بل مې بلخوا زه حیران یم
دلته اوردی سرې لمبې دي،زما هرکلي کې جنګ دي
ټول وجود مې د بچیانو،په سرو وینو باندې رنګ دي
څو به داسی بی ګونا زه، د پردو په سر قربان یم
یو مې یو خوا ته راکاږي، بل مې بلخوا زه حیران یم
د مودو راهیسې خدایه، خپل نفس ویستلې نه شم
نورپه خپل کلیو ښارو کې، د چا جنګ زغملي نه شم
ټول اندام می لولپه شو، ځکه شپه ورځ په فیغان یم
یو مې یوخوا ته راکاږي، بل مې بلخوا زه حیران یم
د نړۍ ملکونه خدایه، نن په کوم موج کې روان دي
زه یم پاتی تمدن نه، لوی واړه می ساده ګان دي
لږ احساس ورکی پیدا کا، زه به څو داسی ویران یم
یو مې یو خوا ته راکاږي، بل مې بلخوا زه حیران یم
د نفاق واټن کړي لري، ما نه جوړ د میني کور کړي
ورورولی مې د بچیانو،منځ کې زیاته لورپه لورکړي
واړه ما باندې راټول کړي،د میرویس مومند ارمان یم
یو مې یو خوا ته راکاږي، بل مې بلخوا زه حیران یم