دا دى بيـــــا اوړى را ورســـيد يارانو
تيارى ورته په کار دى هورښــــيارانو
دغوماشو ميکروبونو ښه موسم دي
دغه وخت د دوى لپاره څومره سم دى
ټول خوسا ډنډونه لرې کړى له کلي
هسي نه چې ماشومان مو شي ناولي
ښې جالۍ موکړى راتاوله کړکينونو
پــامــــلرنه به کــــــړى تـــــل د اولادونـــو
چې د شپي خواړه مو پاتي شي سهارته
ضــرورت يې د خوراک نشته بل وارته
مــيکروبونه را ټـــولـــيږي دې خـــوړوته
دوى په مــــنډه مــنډه ځي ګرموســړو ته
هسي نه چې ماشومان موناروغان شي
په بي ځـــايه دواګانو ســـرګـــردان شي
هــم مــوڅـــښلوته پيـــدا پاکې اوبه کـړى
کلـــورين خـــپلوڅاه ګانو ته شـــيوه کړى
ياسـړي اوبه راواخــلى ښـي پخــي کــړى
بيــايې بــير ته وڅښلو ته ســـــړې کــړى
بيــــايې هــــم درتـه په کار ده پاملــــــــــرنه
سريې پټ کـــړى چې يې ښه وشي ســـــاتنه
اســـتعمال کــــړى دواګانې په کــوټوکـــې
جـــوړې ټول مچـــــردانۍ کـــړى په کوروکې
کــــه مـــوچـــــيري ناروغي راشي ماشــوم ته
ژر يې يوســــى وډاکـــــتر يا و روغــــــتون ته
ځکـــــه داســـي ناروغـــــيانې خــــطرې دي
ډېر احـــــتياط ورته په کار دى ضــرري دي
د( رمـــــــــــان ) دا څـــــو ويناوې عملي کړى
که رښتيا اوړي کې ځان سره خواري کړى
هلمند لښکرګاه بُست روغتون