که ټاټوبي د غيرت او عرفان نه واي
که مرکز د تمدن په جهان نه واي
که دي غيږه کي پراته اتلان نه واي
که فاتح د سند، پنجاپ هندوستان نه واي
مابه کله په تامينه کړي نه واي
درجار کړي به مي خپله وينه نه واي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
هر بچي دي نوميالي لکه محمود ده
چي مات کړي دهند سومنات بت ده
په ګونډو او په توبو ورته يهود ده
چي راغلي بيائي وړي په تابوت ده
که مي خوله ايښي د تا په سينه نه واي
درجار کړي به مي خپله وينه نه واي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
سنائي دي نابغه د کُل عالم ووُ
په خپل وخت کي نوم ګټلي مشک عالم ووُ
تيار کړي ئي لشکر تر پُل عالم ووُ
سمبال کړي خداي ج په توره او قلم ووُ
شاهکاري که دي انګريز ته سپينه نه واي
درجار کړي به مي خپله وينه نه واي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
نن د ي ولي د بچو په منځ کي جنګ ده
په ماضي ئي لګولي داغ دننګ ده
مکتبونه ئي سوځلي جومات ړنګ ده
څوک غلام د پنجابي څوک د پرنګ ده
کاشکي پاته مو په منځ کي کينه نه واي
درجا کړي به مي خپله وينه نه واي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
بوري کړي ژړولي مو د ي ميندي
په خپل لاس مو وراري کړي ډيري خويندي
در په ياد کړه د خپل ورور تورسري کونډي
نور دخداي ج لپاره کړه د اچاري شنډي
شيريني که دي ترمور شيرينه نه واي
درجار کړي به مي خپله وينه نه واي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
لا تر څو به يو د بل څخه بيزاريو
په وژلو به د وروڼو ګرفتار يو
هره ورځ به د غليم د لومو ښکار يو
د با با له شان شوکت څخه انکار ي
افسوس پاته زه او ته په مينه نه واي
درجارکړي به مي خپله وينه نه واي
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
زه او ته چي يو بچيان د غزنويانو
د نيکونو حق به څه وي په لمسيانو
نومي ايښي په راکټ باندي هندوانو
نور نو تاسي ته پيغور ده افغانانو
اي لونګه زغلولي که دي روس تر چينه نه واي
در جار کړي به مي خپله وينه نه واي