بیا د کابل د زړه نه وینی څاڅی
بیا یو ماشوم په ګهواره کی ژاړی
بیامی په ښار کی د باروتو بوی دی
بیا می ښاریان په توره شپه کی ژاړی
بیا می په ښار کی د توپونو اواز
راته رایادکړه دجګړی کلونه
چی انسانانو یو او بل خوړله
آ ددوزخ توری تیاری کلونه
هلته چی سپیو به سړی خوړله
زما د ښار نه هدیره جوړه وه
مړه به پراته وه د سرک په منځ کی
د وحشی سپو به پری میله جوړه وه
پرون خو بیا زما نازولی کابل
دجنګ وحشت توره څیره ولیده
بیا یی ماشوم د ډاره ولړزیده
ښار می په ورځ کی توره شپه ولیده
بیا کابلیانو دا تپوس کولو
ویل یی بیا به چیری کډه کوو
بیا به د کوم ګاونډی کورته ورځو
بیا به و کوم سیوری ته ډه ډه کوو
چا بیا ویله دا په کومه راغلل
په هغه وخت زموږ شنه زمریان چیری وه
په خروارو باروت چی ښار ته راتلل
نو دجادی بد معاشان چیری وه
داسی خونه ده، د ځنګله وحشیانو
دلته په کلی کی د کلی سپیانو
لاس وی یوکړی څو مرغی خپه کړی
دا بی ګناهه توتکی خپه کړی