غنيمت ګڼه هر دم د ژوند په لاره
چې شو تير هغه رانشي په بار باره
څو کيدای شي ګشلان وکره په بڼ کې
چې هر څوک د لزت يوسي له ګلزاره
که د شاتو مچۍ نشوی بياهم خير دی
هسې نه چې شې لړم غوندی نيشداره
ښه هغه چې پاچائئ کوي په زړونو
ګټه چا کله ليدلې له ازاره
ځان ښودل ځان پړسول راته عيب ښکاري
ملنګي لباس کې ګرځه شه خاکساره
په مرګي د هيس انسان روادار مه شه
که د خپل او يا پردی وي زما ياره
پسله مرګه به هغه خلک ياديږي
په ژوندون چی تری څه پاته وی يادګره
د غمو پيټی په هر چا باندی بار وي
په چا ډير وي په چا کم حفيظ ملياره