سر ببره په نارو زه ماشوم یم د افغان
په ژړا او په سلګو زه ماشوم یم د افغان
په دی لویه دنیاګی کی زه یم وږې زه یم تږۍ
په والا چې په سوالو زه ماشوم يم د افغان
زما هر وزر د هیلو دی له بیخه رامات شوی
ولی، ولی بی تالو زه ماشوم یم د افغان
ما دعمر په رنګو کی سور او شین لیدلی نه دی
رنګ می ورک دی د سپرلو زه ماشوم یم د افغان
زه محکوم د ګنهکارو په جرمو یم ځوریدلی
نن لوی شوی په جګړو زه ماشوم یم د افغان
واه، ترکله به په تمه د انصاف اوعدالت کی
ناست په کور دناکردو زه ماشوم یم د افغان