غرمه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49018
عبدالباري ( رمان )
دخبریدو نیټه : 2012-05-02


دې وچـــــــكالي مو رانه هېري كړې د ګلـــــو ونې
كلـــــه وې پاتې دې مــــــالــت كې د لـــــــيدلو ونې

دلـــــــــته يې ونې نومــــولې د مــــــرغـــــانو په نوم
شــــــوې رانـــه  وركې د  ښـــارو او د بلــــــبلو ونې

مـــــرغانو هم كډې ترې وكـــړې لاړو بل وطـــن ته
مــوږ ته شوې پاتې هــــا چينجنې د ســــوځلو ونې

ور، كړكۍ ، پارو ، ريل مو شول له اوسپنې جوړ
نه مــــو شــــته كلي كې تابوت د جــــوړولـــو ونې

اوس يې ټول خـــــلك په قـــبرونو جـــــګوي ډبرې
نه پيدا كــــــيږي نور د شـــــــناختو غوڅولــو ونې

چېري  به كېنو ساړه سيوري ته دې سره غرمه كې
( رمـــــــــانه ) دلــته خو وې ډېرې د سنځـــــلو ونې